انصار: (د تله ۱۸ مه)، وروسته له دې چې طالبانو تر لسو په ډیرو هیوادونو کې د افغانستان د سفارتونو له لوري د پاسپورټونو او نورو اسنادو ورکړه بې اعتباره اعلان کړه، ډنمارک هم له هغو هیوادونو سره یوځای شو چې نور له دغو سفارتونو څخه صادرېدونکي پاسپورټونه نه مني.
د شینګین نیوز د خبر له مخې، د ډنمارک د کډوالو ادارې د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، ډنمارک پریکړه کړې چې هغه افغان پاسپورټونه نور په رسمیت نه پیژني چې د روان م کال د سپټمبر میاشتې له اتلسمې وروسته تمدید شوې دي.
شینګین نیوز وايي، د ډنمارک د کډوالو د چارو د ادارې د پریکړې له مخې هغه افغانان چې د سپټمبر له اوولسمې وروسته تمدید شوي پاسپورټونه لري او دې هیواد ورته پناه ورکړې، باید نوي افغاني پاسپورټونه واخلي.
د راپورله مخې ډنمارک له دغو افغانانو سره که غوښتي یې وي چې د نویو پاسپورټونو د اخیستو لپاره افغانستان ته لاړ شي هم ستونزه نه لري خو هغه افغانان چې ډنمارک ورته سیاسي پناه ورکړې، د دې هیواد سیاسي پاسپورټونه ترلاسه کولی شي.
ډنمارک دغه پریکړه له هغې وروسته کړې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د زمري یا اسد په نهمه اعلان وکړچې په اروپا کې له څو محدودو سفارتونو او قونسلګریو پرته چې ورسره اړیکي لري، د نورو سفارتونو او قونسلګریو له خوا ورکول کېدونکي پاسپورټونو او نور اسناد د اعتبار وړ نه دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې پر اساس، د تېرې میاشتې په وروستیو کې په لندن کې د افغانستان سفارت بند شو، جرمني او یو شمېر نورو هیوادونو هم د افغانستان سفارتونه بند کړل.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33823